ایران یو افغان وګړی اعدام کړ

تصویر آرشیف

د حال وش په نوم ایراني ویبپاڼې خبر ورکړی دی چې د قم په زندان کې یو افغان محمد حسین علیزاده اعدام شو.

علیزاده په ۱۳۹۶ کال کې چې کله شپاړس کلن و په دې تور نیول شوی و چې یو تن یې په چاقو وژلی دی.

د راپورونو له مخې دې هلک پخوا ویلي و چې په وهلو ټکولو او په زوره یې له ده اعتراف اخیستی دی، چاقو د ده نه و او کله چې جګړه کېده ده شراب خوړلي و.

په تېرو درېیو لسیزو کې د ماشومانو اویا په سلو کې اعدامونه په ایران کې پلي شوې دي.