طالبان: ژر به د ټاپي پروژې د رغونې چارې پیل شي

ارشیف

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال ملاعبدالغني برادر وايي، د ټاپي پروژې د رغونې چارې چې به ډېر ژر له هرات ولایت څخه پیل شي.

د ریاست الوزرا د مرستیال له دفتر څخه د خپاره شوي بیان له مخې ښاغلي برادر پرون د وږي ۱۱مه په هرات ولایت کې له سوداګر او پانګوالو سره په کتنه کې ویلي دي چې د هرات اوسېدونکي به د ټاپي پروژې له لومړنیو امتیازاتو څخه ګټه واخلي.

ټاپي پروژه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.

د طالبانو حکومت په غبرګولي میاشت کې هم ویلي و، چې د دې پروژې د رغونې چارې به ډېر ژر پیل شي.

د ټاپي پروژې د رغونې پروړاندې په تېرو دوو لسیزو کې امنیتي خنډونه پراته وو.