د امریکا پوځ د پاکستان سېلاب ځپلو سره مرسته کوي

پاکستان کې سېلابونه

د امریکا پوځ وايي چمتو دی چې په پاکستان کې له سېلاب ځپلو سره د نړیوالو د مرستې له پروګرام سره همکاري وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت پرون د سپټمبر ۲مه وویل، د پوځ د مرکزي قوماندې قرارګاه به اسلام آباد ته د ارزونې لپاره یوه ډله واستوي څو معلومه کړي چې پنټاګون دا مرستې له کومو لارو پاکستان ته رسولی شي.

په پاکستان کې د ویجاړوونکو سېلابونو له کبله د حکومت د رسمي ارقامو له مخې له ۱۲۰۰ زیات کسان مړه شوي دي او د دې هېواد خلکو او دولت ته د میلیاردونو ډالرو زیان اوښتی.