امریکا د چین په اړه د ملګرو ملتونو د وروستي راپور هرکلی وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا متحدو ایالتونو د ملګرو ملتونو د وروستي راپور هرکلی وکړ، چې په کې ویل شوي چين ښايي په لویدیځه سیمه شین جین کې د بشر ضد جنایتونه کړي وي.

دغه راپور د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرې میشل باشلي له خوا برابر شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون په یوه اعلامیه کې وویل، مېرمن باشلي په خپل راپور کې له اویغور مسلمانانو او نورو اقلیتونو سره د چین چلند «ظالمانه» بللی دی.

چین تر دې مخکې په شین جین کې د ناوړه چلند هر ډول راپورونه رد کړي دي او ټینګار کوي چې په دغه ساحه کې د مذهبي افراطیت د ځپلو په هدف ځینې روزنیز کمپونه چلوي.