محکمې د ترهګرۍ دوسیه کې د عمران خان د ضمانت موده وغځوله

عمران خان

د اسلام اباد یوې محکمې د ترهګرۍ په دوسیه کې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د ضمانت موده اوږده کړه.

مخکې عمران خان ته د ضمانت لپاره یوه اوونۍ وخت ورکړای شوی و.

په داسې حال کې چې اوس د عمران خان ضمانت دوولس ورځې وروسته پای ته رسېږي د مسلم لیګ نواز ګوند، پخواني صدراعظم ته د یوې اوونۍ ضمانت په ورکول کېدو اعتراض درلود.