د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر د اوکراین له اتومي تاسیساتو لیدنه کړې

د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي ريیس رافایل ګروسي

د اوکراین د زاپوریژیا په شاوخوا کې د جګړې له زور اخیستو سره سره د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي ريیس پرون پنجشنبه د اوکراین په جنوب کې د روسیې له لوري دا نیول شوي اتومي تاسیسات ولیدل.

د اوکراین د اتومي انرژۍ دولتي شرکت انرګو اتوم وویل، رافایل ګروسي د دغه اتومي برېښناکوټ له لیدو وروسته له سیمې څخه لاړ خو د اتومي انرژۍ ۵ پلټونکي به په موقتي ډول او ښايي د سپټمبر تر درېیمې پورې هلته پاتې شي.

اونۍ مخکې روسیې او اوکراین یو بل تورن کړل چې د د زاپوریژیا په شاوخوا کې توغندویي بریدونه کړي دي.