کندهار کې د 'ميانکو' په نوم د اوبو يو بند ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

کندهار کې د ميانکو د اوبو بند

د کندهار ښار په شمالي برخه کې د ميانکو په نوم پر دغه بند ۱۷ ميلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د يوه کال په موده کې جوړ شوی.

د طالبانو د حکومت د کليو او پراختيا وزارت چارواکي وايي، دغه بند به په کندهار ښار کې د سېلابونو راوتلو مخه ونيسي او باراني اوبه به په زياته اندازه ذخيره کړي.

نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور