امريکا: د افغانستان وضعيت له بهره څارو

د امريکا بيرغ

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزارت وایي، د افغانستان وضعیت له بهره څاري او له دې هېواده د احتمالي تروریستي ګواښ په صورت کې د دې وړتیا لري چې هغه له منځه يې یوسي.

دا خبره د دې وزارت ویاند جنرال پت رایډر پرون په واشنګټن کې د یوه خبریال د دې پوښتنې چې، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو یو کال وروسته له دې هېواده د احتمالي تروریستي ګواښ په اړه د پنتاګون ارزونه څه ده، په ځواب کې وکړه.

ښاغلي رایډر وویل، که افغانستان ته نظر واچوئ نو هلته د پام وړ تروریستي ګواښونه شته خو په اوس وخت کې زموږ ارزونه له بهره پر پلانونو څرخي یعنې له افغانستانه بهر د عملیاتو پر پلانونو.

رایډر زیاته کړه، د ده په باور موږ اوس په خوندي حالت کې یو خو بیا هم وضعیت له بهره څارو او د اړتیا په صورت کې دا وړتیا لرو چې له بهره د ترویزم ضد عمیات ترسره کړو.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې متحدو ایالتونو د جولای په ۳۱مه اعلان وکړچې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري یې په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وواژه.