ايران کې پر دوو ملا امامانو حمله شوې

د ايران بيرغ

د ایران په مرکزي ښار قُم کې پر دوو ملا امامانو، د نامعلومو حمله کوونکو له خوا حمله شوې ده.

دا په ایران کې د ملایانو پر خلاف د حملو د لړۍ تازه پېښه ده.

د اهواز خبري اژانس په وینا چې د ایران د قُم له علميې حوزې (حوزه علمیه قم) سره ارتباط لري ویلي، پر دغو امامانو دوو ځوانانو په وسپنیز پایپ سره حمله وکړه.

اژانس وايي، دغه حمله بې له کوم دلیله شوې او په پېښه کې د امامانو موټرونه هم تخریب شوي دي.

د اهواز خبري اژانس په وینا، یو امام بستر شوی دی.

په وروستیو میاشتو کې د ایران په بېلابېلو برخو کې پر ملایانو د حملو دا ډول راپورونه داسې مهال زیات شوي، چې د ژوند شرایطو خرابۍ له کبله په خلکو کې کړکېچ هم اوج ته رسېدلی دی.