ناټو: يوه افغانه کورنۍ چې ناټو سره يې کار کړی له شمالي مقدونيا امريکا ته روانه شوه

ناټو تړون سره کارکوونکې اته کسيزه کورنۍ

ناټو تړون وايي، یوه اته کسیزه افغانه کورنۍ چې له دغه تړون سره یې افغانستان کې کار کړی، امریکا د متحدو ایالتونو په نیت له شمالي مقدونیا روانه شوه.

د ناټو د خبرپاڼې له مخې، د شمالي مقدونیا حکومت او د سرې میاشتې ټولنې دغې کورنۍ ته سرپناه، د صحي څارنې او د کسب د زده کړې امکان برابر کړی دی.

د خبرپاڼې په وینا، شا و خوا ۲۰۰۰ هغه افغانان چې په افغانستان کې د ناټو د شل کلن حضور پر مهال یې له دغه تړون سره همکاري کړې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له افغانستانه لېږدول شوي دي.