د طالبانو سيمهييز چارواکي وايي، د خاص ارزګان ولسوالۍ په نکروز سیمه کې نن یوه تن دوه طالبان وژلي دي.
د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ رئیس قاري اغا ولي قریشي ازادي راډیو ته ادعا وکړه، دا کس چې دوه طالبان یې وژلي او دوه ملکیان یې ټپيان کړې دي، په عقلي او عصبي ناروغۍ اخته دی.
د قاري قریشي په وینا، طالبان په سیمه کې د دې کس د نیولو هڅه کوي خو تر اوسه یې دا سړی نه دی نیولی.
يو شمېر ځايي اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې په سیمه کې د سپکو او درنو وسلو ډزې روانې دي او دا کس چې طالبان یې ویشتلي دي، درې ورځې مخکې طالبانو توقیف کړی و.