د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو او د مالیې وزارتونه په تېر یوه کال کې بهر ته په صادراتو او په کور دننه د عوایدو په راټولېدو کې د زیاتوالي خبر ورکوي.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي پرون سې شنبې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو د بهیرپه ترڅ کې وویل، افغانستان په تېر يوه کال کې د نړۍ لسو هېوادونو ته د څه باندې يو ميليارډ او ٣٦٤ ميليون ډالرو په ارزښت توکي او مواد صادرکړي دي.
د هغه په خبره تر ټولو ډېر صادرات چین او پاکستان ته شوي چې لویه برخه یې غالۍ او وچه مېوه جوړوي.
په عین حال کې د طالبانو د مالیې وزارت چارواکو وویل، په تېر یوه کال کې یې د ګمرکونو او مالیو راټولو له لارې ۱۳۵ میلیارډه افغانۍ عواید راټول کړي دي.