غزني کې طالبانو دوه کسان د غلا په تور په دورو وهلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د غزني ولايت موقعيت

په غزني کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایي چې، دوه کسه یې د غلا په تور په دورو وهلي دي.

د غزني د امنیې قومندانۍ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، پردغو دوو تنو چې د غزني د جغتو ولسوالۍ ابتدایه محکمې د شرعي حدودو دغه حکم صادر کړی و، هر یو یې په عام محضر کې په دېرش، دېرش دورو ووهل شول.

د خبرپاڼې له مخې دغو کسانو څو میاشتې وړاندې یو موټر او یو شمېر موبایل ټیلفونونه غلا کړي و.

له دې مخکې طالبانو په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د شرعي حدودو سزاوې عملې کړي دي.