پاکستان کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۳۶ ته رسېدلی

پاکستان کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

پاکستاني چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د سېلابونو د راوتلو په نتیجه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۳۶ ته رسېدلی دی.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکو پرون ناوخته دا شمېرې خپرې کړي دي.

د دې ادارې په خبره سېلابونو پاکستان ته لس میلیارده ډالره تاوان هم رسولی دی.

د سېلابونو په نتیجه کې ۳۳ میلیونه کسان اغېزمن شوي.

شنونکي دې شمېرو ته په کتو وايي چې ښايي د مرګژوبلو شمېر ډېر لوړ لاړ شي.