کونړ کې د چاودنې له امله يو کس وژل شوی او ۶ ژوبل دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کونړ ولايت موقعيت

طالب چارواکو رسنیو ته تأیید کړې چې دغو خلکو ته د سړک غاړې په یوه ماین چاودنه کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د کونړ د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالله حقاني په یوه پیغام کې منلې چې وژل شوی کس د دوی عسکر و او په ټپيانو کې هم دری طالبان شامل دي.

چاودنه سهار هغه وخت شوې چې د طالبانو موټر له اسداباد ښاره د غازي اباد ولسوالۍ په لور روان و.

تر دې مخکې هم کونړ کې د طالبانو پر رينجر موټر چاودنې شوي چې په‌کې طالب سرتېرو ته د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول شوي.