اوکراین په تېره میاشت کې تر یو میلیون ټنه ډېر کرنیز محصولات صادر کړي

د اوکراین ولسمشر تېره شپه ناوخته وویل چې د درېیو سمندري بندرونو له لارې په نږدې یوه میاشت کې یو میلیون ټنه محصولات بهر ته صادر شوي دي.

اوکراین په تېره یوه میاشت کې تر یو میلیون ټنه ډېر کرنیز محصولات د سمندر له لارې صادر کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي تېره شپه ناوخته وویل چې د درېیو سمندري بندرونو له لارې په نږدې یوه میاشت کې یو میلیون ټنه محصولات بهر ته صادر شوي دي.

وروسته تر دې چې د فبروري په ۲۴مه روسیې پر اوکراین برید وکړ د تورسمندرګي له لارې د اوکراین د غله دانو صادرات په ټپه ودرېدل.

تېره میاشت د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب مسکو او کییف موافقه وکړه چې دا صادرات بېرته پيل شي.