د ایران کیش ایر هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې

ارشیف

د ایران کیش ایر هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې.

د ځینو ایراني رسنیو په وینا د دغه شرکت لومړۍ الوتنه پرون جمعه کندهار ولایت ته وشوه.

د طالبانو د حکومت د هوايي چلند وزارت مرستيال غلام جيلاني وفا وايي، د کېش ایر د الوتنو په پيلېدو سره به د افغانستان او ايران ترمنځ تګ راتګ اسانه شي.

په کندهار کې د ايران قونسل عليرضا حاجي زاده وويل، دغه هوايي شرکت به په اونۍ کې دوه الوتنې کابل او کندهار ته کوي.

تر دې مخکې د ایران ماهان هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې وې.