هره ورځ ۴۵ هېوادونو کې تر ۵۰ میلیونو ډېر وګړي د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي

ارشیف: کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، هره ورځ په ۴۵ هېوادونو کې تر ۵۰ میلیونو ډېر وګړي د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.

انتونیو ګوټریش دا خبره د جمعې په ورځ په یوه ټویټ کې وکړه.

هغه زیاته کړه چې بېړني اقدام ته اړتیا ده ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې اړمنو خلکو ته مرستې ورسیږي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې بېوزلي په کې ډېره ده او میلیونونه وګړي یې د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.