پکتيا: په ډنډ پټان کې سرحدي لار چې طالبانو تړلې وه بېرته پرانيستل شوه

د افغانستان په عمومي نقشه کې د پکتيا ولايت موقعيت

د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالي کې سرحدي لار چې له یوې میاشتې راهیسې طالبانو بنده کړې وه، پرون پرانیستل شوه.

دا تجارتي لاره طالبانو د جولای په اته ویشتمه وروسته تر دې وتړله چې د دوی په وینا پاکستاني سرتېرو دوه تنه پر پوله ووژل.

د ډنډ پټان ولسوالي د سرحد د پرانیستلو پرېکړه د چهارشنبې په ورځ د پاکستاني سرحدي چارواکو او طالبانو تر منځ د غونډې په ترڅ کې شوې وه.

په تېرې یوې میاشت کې چې دا لاره بنده وه د پولې دواړو لوریو ته په سلګونو لارې له مالونو ډکې انتظار وې.