اوکرايني چارواکي: د زاپوريژيا اټومي بټۍ دوه ريکټورونه غير فعاله شوي

د زاپوریژیا په اټومي بټۍ

اوکرایني چارواکي وايي، د زاپوریژیا په اټومي بټۍ کې دوه فعال ریکټورونه د اور لګېدو او د برېښنا لینونو ته د زیان له امله غیر فعاله شوي او دې مسله د یوې غیر متوقعې پېښې احتمال زیات کړی دی.

د اوکراین د برېښنا دولتي شرکت انرهاتم د پنجشنبې په ورځ وویل دا لومړی ځل دی چې د اوکراین د برېښنا له اصلي شبکې سره د دې اټومي بټۍ ارتباط قطع شوی دی.

بهرنیو چارواکو په دوامداره توګه د ناورین خبرداری ورکړی او پر روسیې او اوکرایني ځواکونو یې فشار راوړی چې د اروپا د تر ټولو لویې اټومي بټۍ د ساتنې لپاره اقدامات وکړي.

روسیې پر اوکراین له یرغل یوازې دوه اوونۍ وروسته د روان کال د مارچ په لومړیو کې د دغه بټۍ کنټرول په لاس کې واخیست، خو په ورته وخت کې یې اوکرایني انجینرانو ته په دې بټۍ کې د کار کولو اجازه ورکړه.

د دې بټۍ لومړی ریکتور په ۱۹۸۵ کې په فعالیت پیل وکړ.

د دغه اټومي بټۍ ته څېرمه د روسي او اوکرایني ځواکونو تر منځ پر له‌پسې جګړې د تراژیدي پېښو وېره زیاته کړې ده.