ميشلي باشلې پوتين ته: پر اوکراين بريد پای ته ورسوه

د روسيې ولسمشر ويلاديمر پوتين

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مسؤلې میشل باشلې نن د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه وغوښتل چې پر اوکراین وسله وال برید پای ته ورسوي او د زاپروژیا اټومي مرکز باید له وسله‌والو تش شي.

د اروپا دا ستر اټومي مرکز د مارچ په میاشت کې روسیې ځواکونو ونیو.

په وروستیو اوونیو کې بیا بیا پر دې مرکز بریدونه شوې دي او دا ویره یې رامنځته کړې ده چې د نولس سوه شپږ اتیایم کال د چرنوبل اټومي ناورین پیښه تکرار نه‌شي.

باشلې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د فبروري له څلرویشتمې تر اوسه يې د اوکراین د جنګي جنایتونو مشکوک اسناد خوندي کړي.

د دې په وینا یوه ورځ به د همدې اسنادو له مخې جنګي جنایتونه روښانه شي.