مجاهد: افغانستان کې د داعش ډله په بې‌سارې ډول ځپل شوې ده

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

د طالبانو ویاند ادعا وکړه، چې د اسلامي دولت ډله یا داعش په افغانستان کې په بېسارې ډول ځپل شوې ده.

د باختر دولتي اژانس د ننني راپور په حواله، ذبیح اله مجاهد ویلي چې، د روسیې په ګډون دې د سیمې هېوادونه له افغانستانه د داعش ډلې د ګواښ په باب اندېښنه نه کوي.

د طالبانو له دې ډاډ سره- سره داعش ډلې په افغانستان کې د ځینو خونړیو حملو مسؤلیت منلی دی.

یوه حمله هم د زمري/ اسد میاشتې پر شلمه د کابل په شش درک سیمه کې په یوه مدرسه کې چاودنه وه چې په نتیجه کې یې د طالبانو یو دیني عالم شیخ رحیم اله حقاني او نور کسان ووژل شول، مسؤلیت یې داعش ډلې ومانه.

تر دې مخکې ځینو روسي چارواکو په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په اړه اندېښنه ښوولې وه.