څلور اسرائيلي پوځيان له دندو رخصت کړی شوي

اسرائيلي پوځيان

د اسرائیل پوځ پرون وویل، چې خپل څلور سرتېري یې له دلیل پرته پر فلسطيني وګړو د حملې له کبله له دندو رخصت کړي دي.

دا اقدام وروسته له هغې وشو، چې د ټولنیزو شبکو په یوه ویډیو کې څرګنده شوه، چې دغه سرتېري دوه توقیف شوي کسان ډبوي او په لغتو وهي.

پوځ وايي، اسرائیلي سرتېرو دوې اوونۍ مخکې د لویدیځې غاړې په رام اله ښار کې د فلسطینیانو یو موټر ودراوه، موټر چلوونکي او په موټر کې ناست بل کس ته یې د کښته کېدو امر وکړ.

په هغه ویډیو کې چې ټیکټاک ته پورته شوې، ښکاري چې سرتېري دواړه ډبوي او تر لغتو لاندې کوي.

د اسرائیل پوځ وايي، تر لومړنیو څېړنو وروسته دغه سرتېري د دوی له کنډک، دغه راز ټولو جنګي موقفو لیرې کړای شوي دي.