بشري حقونو د څار سازمان له پاکستان د 'شکنجه د جرم ګڼلو' د قانون د تصويب غوښتنه وکړه

د پاکستان پارلمان

د بشري حقونو د څار سازمان د پاکستان له پارلمانه غوښتي چې د هغه قانون د تصویب کارونه دې چټک کړي چې شکنجه – جرم ګڼي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د جنوبي اسیا په دغه هېواد کې په پراخه کچه شکنجه کېږي.

سره له دې چې د پاکستان اساسي قانون د تورنو کسانو د اقرار د ترلاسه کولو لپاره د شکنجې کارول منع کړي او پاکستان د شکنجې پر وړاندې نړیوال منشور لاسلیک کړی، خو د دغه هېواد پارلمان نه دی تصویب کړی.

د توقیف پر مهال د خلکو د شکنجه کولو او وژلو د مخنیوي قانون مسوده د پاکستان ملي اسامبلۍ یا ولسي جرګې تصویب کړې او د پاکستان د پارلمان د سنا کمېټې ته استول شوې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان غوښتنه کړې چې د پاکستان له مشرانو جرګې دې ژر تر ژره دغه قانون تصویب کړي.

د بشري حقونو د څار اداره وايي، د پلټنو پر مهال یې د پاکستاني پولیسو له خوا د شکنجې او نورو ډول ډول سرغړونو اسناد ثبت کړي دي.