امريکا له اوکراين سره د درې ميليارده ډالرو په اندازه پوځي مرسته اعلانوي

هغه پوځي مرستې چې د امريکا لخوا اوکراين سره شوې دي.

تمه ده چې د امریکا متحده ایالات له اوکراین سره د شاوخوا درې ملیارډالرو په اندازه نوې امنیتي مرسته اعلان کړي.

یوه امریکایي چارواکي ویلي چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره ښایي نن د اوکراین د خپلواکۍ له کلیزې سره په یوه وخت دغه مرسته اعلان کړي.

دا به پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل د پیل راهیسې په شپږو میاشتو کې تر ټولو لویه مرسته وي چې اوکراین سره کېږي.

دغه امریکایي چارواکي چې د خپل هویت پټ ساتلو په شرط یې خبرې کولې، په دې اړه چې امریکا څه ډول وسلې اوپوځي تجهیزات اوکراین ته ورکوي، نور جزیات ور نه‌کړل.

خو له دې مخکې د توغندویو د هغو دستګاوو چې په یوه وخت څو توغندي توغوي او د لیرې ویشتونکو توپونو په ګډون وسلو چې امریکا اوکراین ته ورکړي، له دې هېواد سره مرسته کړې چې په ختیځه جبهه کې د روسیې پراخ او پر ښو وسلو سمبال ځواکونه وځپي.