امريکا: افغانستان کې د مذهبي ازادۍ شرايط خراب شوي

افغانستان کې د عاشورا مراسم - تېر کال اګست مياشت

د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون وایي، په تېر یوه کال کې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي په دې هېواد کې د مذهبي ازادۍ شرایط ډېر خراب شوي دي.

د کانګرس له دواړو ګوندونو څخه جوړ دغه کمېسیون پرون په یوه راپور کې وویل، د سني افراطیانو له خوا د اسلام د یوه تندلاري تفسیر پلي کول د ډېری افغانانو د مذهب یا عقیدې ازادي تر پښو لاندې کوي.

په دغه راپور کې چې د طالبانو د یوې کلنې واکمنۍ د کلیزې نهه ورځې وروسته خپور شوی، دې ته هم اشاره شوې چې طالبانو ژمنه کړې چې ټولې قومي او مذهبي ډلې به خوندي کوي.

خو زیاتوي چې په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ شرایط ځکه ډېر خراب شوي چې سخت دریځي له اسلام څخه د تندلاري تفسیر څخه په استفادې پر ټولو افغانانو شدید محدودیتونه وضع کوي.

په راپور کې دغه راز په لسګونو شیعه مذهبه د وژنو مسول طالبان بلل شوي او ویل شوي چې نه‌دي توانېدلي د خپلې سیالې، د اسلامي دولت ډلې یا داعش له حملو څخه هزاره مذهبي لږکۍ خوندي کړي.