ايراني رسنۍ: د سپاه پاسداران يو مخکښ قوماندان په سوريه کې وژل شوی

د ايران او سوريې بيرغونه

د ایران رسنیو راپور ورکړی، چې د سپاه پاسداران انقلاب یو مخکښ قوماندان، جنرال ابوالفضل علیجاني په سوریه کې وژل شوی دی.

دفاع پرس خبرژ اژانس پرون دغه قوماندان د «حرم مدافع» بللی، چې په سوریه او عراق کې یې د ایران په استازیتوب کار کاوه.

د ایران حکومت وايي د دوی ځینې ځواکونه په سوریه کې د سلفیانو د تهاجم په وړاندې د مبارزې لپاره د شیعه ګانو د دویم او درېیم امام د خور زینب د حرم د دفاع لپاره ګمارل شوي دي.

اژانس د دې پېښې د ځای او څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي علیجاني په مرکزي ښار اصفهان کې د سپاه پاسداران د پلیو ځواکونو محلي قوماندان و.