امریکایي چارواکی: روسیه به ژر پر اوکراین نوي بریدونه پيل کړي

په اوکراین کې هغه روسي ټانکونه نندارې ته وړاندې شوي چې جګړه کې له منځه تللي.

یوه امریکایي چارواکي خبرداری ورکړی چې روسیه به ژر د اوکراین پر ملکي بنسټونو او حکومتي ودانیو نوي بریدونه پيل کړي.

بل لورته کییف دا اونۍ د عمومي خپلواکۍ د ورځې د نمانځنې مخه هم د روسې له خوا د بریدونو د لوړ ګواښ له کبله ونیوله.

د بریدونو دا وېره داسې مهال ښودل کېږي چې سبا د سپټمبر په ۲۴مه، پر اوکراین د روسیې یرغل شپږ میاشتنی کېږي.