د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

لوګر کې د سېلابونو له امله د ویجاړیو انځور

د افغانستان د هواپېژندنې اداره په شمال ختیځو ۱۹ ولایتونو کې د ورښتونو او د ناڅاپي سېلابونو خبرداری ورکوي.

دغې ادارې په بدخشان، تخار نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، کابل، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، ارزګان او زابل ولایتونو کې د احتمالي ورښتونو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د ورښتونو اندازه د لسو او څلویښتو ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.

د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې په هرات، فراه او نیمروز کې له خاورو او دوړو سره د تندو بادونو وړاند وینه شوې ده.

سېلابونو پرون د کابل ـ کندهار لویه لاره هم په غزني کې پرېکړې وه چې له امله یې په سلګونو مسافر په لاره کې بند پاتې شول.

په داسې حال کې چې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې وروستیو سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي او په یو شمېر ولایتونو د نورو سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړل شوی، د طالبانو حکومت له ملګرو ملتونو غوښتي چې له سېلاب ځپلو سره دې مرستې وکړي.