د پاکستان سیاسي کړکېچ؛ عمران خان په ترهګرۍ تورن شوی

عمران خان

پاکستاني چارواکي وایي چې د دې هېواد پولیسو مخکینی صدراعظم عمران خان په ترهګرۍ تورن کړی دی.

دغه اقدام ښایي په پاکستان کې سیاسي کړکېچ لا زیات کړي.

دا تور پر عمران خان په اسلام آباد کې د هغه له وروستۍ وینا وروسته لګول شوی دی.

هغه په دې وینا کې ژمنه کړې وه چې د پولیسو هغه مشر او یو قاضي به چې په خبره یې د ده یو نږدې همکار یې له توقیف وروسته شکنجه کړی، محکمې ته راکاږي.

عمران خان په دې وینا کې د پولیسو د مشر او د قاضي نومونه اخیستي او ویلي یې دي چې "موږ به تاسو پرېنږدو او عریضه به درباندې وکړو."

د پاکستان پولیسو د عمران خان د غه څرګندونې په یوه راپور کې چې رویټرز هغه لیدلی، درج کړې ده.