د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې نن او سبا سې شنبې به هم په ۲۱ ولایتونو کې شدید ورښتونه وشي.
د دې ادارې له اټکل سره سم، په ګڼو ځایونو کې د نورو سېلونو د راوتلو احتمال شته.
له پېښو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، د وروستۍ یوې میاشتې په سېلونو کې لږ تر لږه ۱۷۰ تنه مړه شوي او ۲۵۰ نور ژوبل شوي دي.
تر ټولو وروستۍ مرګونې پېښې د شنبې په ورځ د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالي کې وه چې لږ تر لږه ۲۰ تنه پهکې مړه او ۳۰ نور ټپیان شول.