اوکراين: د استخباراتو يو سيمه‌ييز مشر خپل کور کې مړ موندل شوی

ارشيف

د اوکراين د لويې څارنوالۍ دفتر پرون وويل، د دغه هېواد د استخباراتي خدماتو یو سیمه‌ییز مشر په خپل کور کې مړ موندل شوی دی.

لویې څارنوالۍ په ټلګرام کې ویلي اولیکساندر ناکونیچني د اوکراین په مرکزي ښارګي کروپينیڅکي کې په خپل اپارتمان کې د هغه د مېرمنې له خوا وړمه ورځ ناوخته د ډزو د ږغونو تر اورېدو وروسته مړ وموندل شو.

پولیسو په دې باب څېړنې پیل کړې دي.