عربي امارات ايران ته خپل سفير لېږي

د ايران او عربي اماراتو بيرغونه

متحده عربي امارات وايي، په ایران کې خپل سفیر سیف محمد الزابع په راتلونکو ورځو کې بېرته تهران ته لېږي.

د ایران او متحده عربي اماراتو ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې په تېرو څه باندې ۶ کلونو کې ډېرې سړې شوې وې.

د متحده عربي اماراتو د باندنیو چارو وزارت له اعلامیې سره سم، ښې اړیکې د دوو هېوادونو په ګټه دي.

وروسته له دې چې په ۲۰۱۶ م کال په ریاض کې د یوه شیعه ملا د اعدامېدو له کبله د ایران او سعودي اړیکې کړکېچنې شوې، متحده عربي اماراتو هم له ایران سره خپلې اړیکې سړې کړې.