ترکیه افغانستان ته ستنېدونکو کډوالو سره مرسته کوي

د ترکیې بیرغ

ترکیه وایي، له هغو افغانانو سره به نقدي مرسته وکړي چې بېرته له ترکیې افغانستان ته ستنېږي.

د ترکیې سرې میاشتې پرون وویل، له هر هغه افغان سره چې د اقتصادي ستونزو لپاره ترکیې ته تللی دی او اوس بېرته خپل هېواد ته ستنېږي، نقدي مرسته کوي، خو د ترکیې سرې میاشتې د دې مرستو اندازه نه ده اعلان کړې.

ترکیې په وروستیو کې یو شمېر افغانان بېرته افغانستان ته لېږلي دي او د شاوخوا درې نیم سوه افغانانو په ارتباط یې ویلي دي چې ډېر ژر به افغانستان ته ستانه کړي.