طالبانو د عوایدو زیاتېدو خبر ورکړ

د ډبرو سکرو د استخراج له امله د طالبانو عواید هم زیات شوي.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې تېره اونۍ د دوی د کانونو او پټرولیم وزارت تر څلور سوه میلیونه افغانیو ډېر عواید راغونډ کړې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد په ټویټر کې لیکلي دي چې تر څلور سوه دوه میلیونه ډېرې افغانۍ او تر درې میلیونه او درې لکه ډېر ډالر یې په یوه اونۍ کې بسپنه کړې دي.

طالبان په داسې وخت کې د کانونو د عوایدو د زیاتېدو خبر ورکوي چې په افغانستان کې په غیرمسلکي ډول د کانونو پر استخراج سخت انتقادونه کېږي.