د هلمند خلکو لپاره د کار بدل کې د غنمو د وېش پروګرام پیلېږي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هلمند موقعیت

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړ چې د کرنې، اوبه لګونې او مالدارۍ وزارت دوه زره دوه سوه ټنه غنم هلمند ته واستول چې د کار په مقابل کې یې خلکو ته ورکړي.

دا له افغانستان سره د هند مرسته شوي غنم دي.

هند ژمنه کړې ده چې پنځوس زره میټریک ټنه غنم به له افغانستان سره مرسته وکړي، د دې غنمو یوه برخه افغانستان ته انتقال شوې ده.