د طالبانو حکومت د کاني موادو ګمرکي محصول لوړ کړی

ارشیف: د بلخاب کان

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت وايي، د کاني موادو ګمرکي محصول یې ۲۵ سلنې ته لوړ کړی دی.

د دغه وزارت په وینا د ناپروسس شویو معدني موادو پر صادراتو مالیه پخوا ۵ سلنه وه.

دا وزارت وايي چې تعرفه یې د دې لپاره لوړه کړې چې د کاني موادو بیه د نړیوالو بازارونو له بیې سره برابره شي.