د ترکیې مرکزي بانک یو سلنه سود کم کړ

ارشیف

د ترکیې مرکزي بانک ناببره یو سلنه سود کم کړ خو ورسره جوخت د ډالر پر وړاندې د دغه هېواد د پیسو، لېرې ارزښت ولوېد.

د ترکیې مرکزي بانک سود له ۱۴ سلنې ۱۳ سلنې ته راټیټ کړ چې له کبله یې د لېرې ارزښت ولوېد او پرون هر ډالر په ۱۸ لېرې تبادله شو.