چارواکي: د بغلان د سکرو په یوه کان کې ۳ کارګر مړه شوي

ارشیف

چارواکي وايي، د بغلان ولایت د ده صلاح ولسوالۍ د سکرو په کان کې ۳ کارګر مړه شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د ده صلاح د ولسوال په قول ویلي چې دا درې تنه په الوګک کان کې د میتان ګاز د خپرېدو له کبله مړه شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، له دغه کان څخه د ډبرو سکاره عموماً په غیر فني ډول استخراجیږي او په کان کې د سمڅو کلکوالي ته هم پام نه کوي.