په دایکنډي ولایت کې پرون پنجشنبې ۱۶ تنه په یوه ټرافیکي پېښه کې مړه او ژوبل شول.
د طالب چارواکو په وینا، د شهرستان ولسوالۍ په تګابلور کې د یوه قلاینګ کوچ موټر د چپه کېدو په نتیجه کې ۵ تنه مړه شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي.
په ټپیانو کې ۳ ماشومان هم شامل دي.
د لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ټرافیکي مقرراتو نه رعایت په افغانستان کې د اکثرو ټرافیکي پېښو عوامل بلل کېږي.