د بشردوستۍ نړیواله ورځ؛ اوچا په افغانستان کې خپل کارکوونکي وستایل

ارشیف: په افغانستان کې د مرستې رسولو بهیر څخه یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا د بشردوستۍ نړیوالې ورځې په درشل کې د خپلو ټولو کارکوونکو په ځانګړي ډول ښځینه همکارانو مننه کړې چې په افغانستان کې په خورا سختو شرایطو کې د خلکو تر څنګ ولاړ دي.

سبا د اګست ۱۹مه د بشردوستۍ نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو په خبره په افغانستان کې بشري بحران په پراخېدو دی او د دغه هېواد تر نیمايي زیات وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په لوګر کې له ۸۴ سېلاب ځپلیو کورنیو سره د غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.

په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تر سختو اورښتونو وروسته سېلابونه بهېدلي چې خلکو ته یې د سر او مال زیانونه اړولي دي.

د لوګر چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې ۶۰ کورونه په بشپړ ډول او ۲۴ نور کورونه یو څه تخریب شوي دي.