د کاسوو او سربیا د رهبرانو ترمنځ په لوړه کچه خبرې پیل شوې

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل، د کاسوو او سربیا د رهبرانو ترمنځ د غونډې انځور.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل، د کاسوو او سربیا د رهبرانو ترمنځ په لوړه کچه خبرې پیل کړې.

په بروکسل کې د دغو خبرو هدف د کاسوو او سربیا ترمنځ د کړکېچ کمول دي او له دواړو لوریو یې غوښتنه کړې، چې انعطاف وښيي.

د اروپايي ټولنې منځګړي وايي، هیله من دي چې دغه خبرې وکړای شي په بالکان حوزه کې کړکېچ کم کړي او دواړه لوري له لانجمنو لفاظیو ډډه وکړي.

بورېل نن په ټویټر کې لیکلي: "د کاسوو په شمال کې وروستي کړکېچ وښوده چې د دې وخت راغلی څو د بشپړ عادي مسیر خوا ته حرکت وکړو."

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر د سربیا له ولسمشر الکاسندر وچیچ او د کاسوو له صدراعظم البین کورتي غوښتنه وکړه، چې د ګډو زمینو په پیدا کولو کې انعطاف منونکي وي.