روسیه کې ګډ نظامي تطبیقات؛ چینايي سرتېري هم ګډون کوي

د چین سرتېري

پیکنګ وایي، روسیې ته به یو پوځي جزوتام واستوي چې د هند، بېلاروس، منګولیا او تاجکستان په ګډون له یو شمېر هېوادونو سره په پوځي تمرینونو کې ګډون وکړي.

د چین دفاع وزارت نن وویل چې په دغو ګډو پوځي تطبیقاتو کې ګډون له اوسني نړیوال او سیمه ییز وضعیت سره تړاو نه لري چې ښکاري اشاره یې پر اوکراین د روسیې روان یرغل ته ده.

په یوه بیان کې ویل شوي چې په دې تمرینونو کې له ګډون څخه یې هدف دا دی چې د ښکېلو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې پراخې، ستراتیژیکه همکاري پیاوړې او د مختلفو امنیتي ګواښونو په وړاندې د غبرګون وړتیا زیاته شي.