يونېسف: تېر يو کال کې مو د '۴۵۷' زره خوارځواکو ماشومانو درملنه کړې

يو خوارځواکی ماشوم - ارشيف

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د ۲۰۲۱م کال د اګست له میاشتې راهیسې یې د ۴۵۷ زره هغو ماشومانو درملنه کړې، چې په شدیده خوارځواکۍ اخته وو.

د دې ادارې د پروني ټویټ له مخې دغه څلور لکه اووه پنځوس زره ماشومان وژغورل شول، خو دغومره شمېر نور د رغېدو لپاره دویم چانس لري.

په وروستیو کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې شا و خوا یو ميلیون ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

افغانستان کې وروستۍ طبيعي پېښې او کمزوری اقتصاد هغه لاملونه دي چې ماشومانو او کورنيو ته کافي خواړه نه‌رسېږي چې له امله يې ماشومان په خوارځواکۍ اخته کېږي.