نيډ پرايس: د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو او لګښت پر لارو چارو غور کوو

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نیډ پرایس

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، متحده ایالات په پام کې نه‌لري چې د افغانستان کنګل شوې درې نیم ملیارډ ډالره شتمني ازاده او د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ته وسپاري.

خو هغه لارې چارې لټوي چې له دغو پیسو د افغانستان خلک مستقیماً ګټه پورته کړي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، په اوس وخت کې موږ فکر نه کوو چې په لنډ مهال کې د افغانستان بانک پانګه زیاته شي.

د تېر کال د اګست له میاشتې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، د افغانستان بانک شاوخوا اوه ملیارد ډالره شتمني د امریکا په بانکونو کې کنګل شوې ده.

د دغې شتمني نیمایي یعنې درې نیم ملیارد ډالره یې د امریکا د ولسمشر جو بایډن په امر، پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د تروریستي بریدونو د قربانیانو د کورنیو حقوقي دعواوو ته ځانګړې شوې ده.