طالبانو د اريانا نيوز خبريال صبور روفي وهلي ډبولی دی

اريانا نيوز

طالبانو پرون د اریانا نیوز یو خبریال صبور روفي په داسې حال کې وواهه چې نوموړي د چاودنې د ځای تصویر اخیست.

پرون د اریانا نیوز ټلوېزیون د ودانۍ مخته چاودنه وشوه چې په لړ کې یې څو تنه ژوبل شول.

خو کله چې روفي غوښتل پر خپل موبایل ټليفون د پېښې ویډیو واخلي، طالبانو وواهه.

په خپرو شویو تصویرونو کې د روفي له سره پر مخ بهېدلې وینې ښکاري.

طالبانو د خپلې دويم ځلي واک يوه کلنه موده کې لسګونه خبريالان وهلي، شکنجه کړي او بنديان کړي دي.

پرون د طالبانو د بيا ځلي واک د يوې کلنۍ په مناسبت نړيوالو بنسټونو له طالبانو وغوښتل چې له خبريالانو سره تاوتريخوالی ودروي.