رينا اميري: افغانان پراخ بنسټه حکومت غواړي

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رينا اميري

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وایي، نړۍ دې د افغانانو د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړولو د غوښتنې ملاتړ وکړي.

رینا امیري نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، افغانان داسې پراخ بنسټه حکومت غواړي چې د ټولو خلکو حقونو ته درناوی ولري.

میرمن امیري وایي، اوسمهال ګڼ شمېر افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له عامه نظره څنډې ته شوي او "د تاوتریخوالي تر سیوري" لاندې ژوند کوي.

امیري د افغانستان راتلونکې لار اوږده او له ننګونو ډکه بللې، خو زیاته کړې ده چې امریکا د افغانانو ترڅنګ دریږي.