د خوړو نړيوال پروګرام: روان کال مو ۲۱ ميليون زيان‌ګالو افغانانو سره مرستې کړي

مرستې - ارشيف

د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو، اف، پي وایي، روان کال یې په افغانستان کې له ۲۱ ميلیون زیاتو زیانګالو خلکو سره مرستې کړي دي.

خو ډبیلو اف پي نن په یوه ټویټ کې ویلي چې له دغو مرستو سره سره لوږه نه‌ده کمه شوې او اوس هم په ميلیونونو کسان هره شپه وږي بیدیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د خوراکي مرستو د دوام لپاره ۹۶۰ ميلیون امریکایي ډالرو ته اړتیا لري چې په ژمي کې د اتلس ميلیونه کسانو لاس‌نیوی وکړي.

بل پلو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرڼې اداره یا فاو وایي، په تېرو دولسو میاشتو کې یې په افغانستان کې له زیانګالو بزګرو سره د غنمو د اصلاح شویو تخمونو، کیمياوې سرې او تخنیکي روزنې مرستې کړي ترڅو د خوړو د نه خوندیتوب د بحران مخه ونیول شي.

فاو په یوه ټویټ کې ویلي چې غنم د افغانستان اصلي محصولات دي او د دې هېواد د وګړو د ټول مصرف شاوخوا اویاسلنه جوړوي.