اروپايي ټولنه: طالبانو د خپلې واکمنۍ په يو کال کې د ښځو له حقونو سرغړونه کړې

طالبانو څو ځل د مېرمنو د اعتراضونو مخه ونيوله

اروپایي ټولنه وایي، طالبانو د خپلې واکمنۍ په یوه کلنه دوره کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه په کلکه سرغړونې کړي دي.

نن دوشنبې د زمري ۲۴مه، د اګست ۱۵ په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره شوه خو تر اوسه یې حکومت د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د اروپایي ټولنې یوې ویاندې نبیلا مسرالي پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د کلیزې په ترڅ کې پرون یکشنبې په یوه بیان کې وویل، طالبان د یوه ټول شموله سیاسي نظام په رامنځته کولو کې پاتې راغلي او په دې توګه یې د افغانانو هیلې له خاورو سره یو کړي دي.

پر ښځو د نورو محدودیتونو ترڅنګ له شږم ټولګي پورته نجونې له منځنیو او ثانوي زده کړو محرومې شوې دي.

نړیوالو، بشري حقونو په تېره بیا د نجونو او ښځو زده کړې او کار ته درناوی، د یوه ټولشموله حکومت جوړېدا او ځینې نورشرطونه د طالبانو مخ ته ایښي دي.