ارزګان کې سېلابونو د سر او مال زيانونه اړولي

افغانستان کې راوتلي سېلابونه

په ارزګان کې د طالبانو چارواکي وايي، په دې ولایت کې سېلابونو د سر او مال زیانونه اړولي دي.

د ارزګان ولایت د والي ویاند مولوي علي جان پوهنیار نن ازادۍ راډيو ته وویل چې دغه سېلابونه پر خاص ارزګان او چنارتو ولسوالیو راغلي او په خاص ارزګان ولسوالۍ کې یې یو ماشوم مړ کړی دی.

نوموړی وايي، په چنارتو ولسوالۍ کې سېلابونو د مسافرو درې موټر وړي او سلګونه جریبه زراعتي ځمکه او لسګونه کورونه یې تخریب کړي، خو ځاني زیان چا ته نه دی رسېدلی.

له څو ورځو د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.